الکسا آګست
د کډوالۍ جواز لرونکې وکیله
کډوالي په متحده ایالاتو کې زموږ د ټولنې جوړښت رامینځته کوي. د اګست حقوقی شرکت له کډوالو سره مرسته کوي چې د دوی د کورنۍ او راتلونکی نسلونو د لپاره ښه راتلونکۍ رامینځته کړي
بنسټ ایښودونکې څارنواله الکسا آګست، د دې لپاره ژمنه ده تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې کډوال د پناه د ترلاسه کولو وروسته د امریکې په ټولنو کې وده وکړي. د آګسټ حقوقی شرکت ځانګړي مجازي جوړښت الکسا ته دا فرصت ورکړی چې په متحده ایالاتو او نړۍ کې د دوی د فدرالي مهاجرت په قضیو کې پیرودونکو ته په اسانۍ سره خدمت وکړي او د مختلفو کلتوري، مذهبي او ټولنیزو پس منظر لرونک خلک سره ونښلوي. دلته به تاسو د خپلې قضیې په هر پړاو کې شخصي پاملرنه او کیسې ته به مو درناوی کیږي
پته
9841 Washingtonian Blvd.
Suite 200
Gaithersburg, MD 20878 USA
مهربانی وکړې د راتلو نه مخکې اړیکه ونیسی
الکسا سره ملاقات وکړئ
د کډوالی جواز لرونکې وکیله
څارنوالې آلکسا اګست، د اګست حقوقی شرکت تاسیس کړې ترڅو د کډوالو سره چې په متحده ایالاتو کې پیچلي، او په دوامداره توګه بدلیدونکی د کډوالۍ سیسټم لری مرسته وکړي. الکسا د امریکایی پوهنتون د واشنګټن کالج د قضاء څانګي څخه په اعلی درجه فارغه شوی او په 2019 کې یې د میریلینډ له ولایته خپل د وکالت جواز تر لاسه کړی. نوموړې همدارنګه په نړیوالو چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د پالیسۍ او ملي امنیت په برخه کې د امریکا په واشنګټن پوهنتون د نړیوالو خدمتونو ماسټري لري. څرنګه چې الکسا د لومړي کال قانون زده کونکی وه، هغه پوهیده چې هغه غواړي د کډوالۍ وکیلا شي. الیکسا یونان او اردن په شمول د نړې دیارلس هیوادونو ته سفر کړی تر څو کډوالو ته رضاکارانه حقوقی مرستې چمتو کړی
په ۲۰۱۸ کال کی په یونان کي کډوالو د پاره حقوقی مرستې چمتو کول
مبارزې ته دوام ورکوي
الکسا په کپیټل هیل کې د کانګرس یا پارلمان د چارسمبالو سره وکتل ترڅو د ۲۰۱۷ کال په پیل کې د افغانانو لپاره د اصلاحاتو راوړلو لپاره وکالت وکړي. د ۲۰۲۱کال د اګست په میاشت کې د ډیموکراتیک افغان حکومت له ړنګیدو راهیسې، هغې د افغان متحدینو لپاره د کډوالۍ خدماتو کې تخصص حاصل کړی. هغې د لاطینې امریکا له ټولنې سره هم له نږدې کار کوي، د لنډ وخت له پاره یي په ارجنټاین کې ژوند کړی، او په هسپانوي ژبه خبرې کوي. الکسا باور لري چې یو وکیل چې د پیرودونکي په قضیه کار کوي باید د لاسرسي وړ وي. پیرودونکو سره د هغې نږدې اړیکې ساتل د خپلو پیرودونکو لپاره د بریالۍ پایلو ترلاسه کولو لپاره وسیله ده
خدمات
بشري مرستې
-
د پناه غوښتنه
-
د کورنۍ غړو راغوښتل ("د یوځای کیدو پروسه")
-
د افغان متحدینو لپاره د کډوالی ځانګړې ویزې یا (SIV)
-
د ویستلو/ شړلو دفاع
-
په متحده ایالاتو کې د جرمونو د قربانیانو لپاره د ټي-ویزه / يو-ویزه
-
د مملکت نه د ویستلو لغوه کول
-
لنډمهاله خوندي حالت (TPS)
-
معافیت
-
بشردوستانه اقامه/پارول
د کورنۍ پر بنسټ د مهاجرت اسناد تر لاسه کول لکه
-
کورنۍ له لارې ګرین کارت اخستل
-
د واده له لارې ګرین کارت اخستل
-
د خاوند یا ملګری د پاره عریضې اچول
د کاروبار یا د سوداګرۍ دلاری د مهاجرت اسناد تر لاسه کول
-
د کار جوازونه
-
کاري ویزې
د وکیل سره مشوره کول
د وکیل سره قانوني مشوره ستاسو د کډوالۍ د سفر د پیل کولو لپاره خورا مهم لومړی ګام دی. تاسو د وکیل سره کار کوئ ترڅو د کډوالۍ ګټې وپیژنئ چې تاسو یې وړ یاست، ستاسو د قضیې د توضیحاتو لپاره ځانګړې قانوني ستراتیژي جوړه کړئ، او ستاسو په ذهن کې پوښتنو ته د باور وړ ځوابونه ترلاسه کړي. د وکیل سره لیدنه او د مشورې له لارې په مفصل بحث کې ښکیلتیا د قانوني مشورې ترلاسه کولو مناسبه لاره
د وکیل د مشورې د اخیستو له پاره دوه سوه ډالر فیس بايد ورکړې, چې په دي کي به ستاسو راتلو نه مخکي ستاسو اسنادو ته لنډه کتنه او حقوقی څیړنه شامله وي، د راتلو نه مخکي ستاسو اسنادو ته لنډه کتنه او حقوقی څیړنه هم کیږي. د اګست حقوقی شرکت افتخار لری چي د اسانتیا لپاره د ویډیو یا تلیفون له لارې مشورې چمتو کولی شي. اوپه شخصي دفتر کې کتني تر سره کیږي. لاندي ورکړل شو۱ او۲ نمرو په تعقیب سره کولې شي چي د وکیلي سره د ملاقات نوبت ونیسی.
1# اړیکه ونیسئ
+1 (240) 293-3415
پیغام منل کیږي
9841 Washingtonian Blvd.
Suite 200
Gaithersburg, MD 20878
مهربانی وکړې د راتلو نه مخکي اړیکه ونیسې
نور معلومات
-
ستاسو د مشورې د ټاکلو وخت خوندي کولو لپاره باید فیس ورکړی
-
بیړنۍ مشورې او هغه مشورې چي د عادي دفتري وخت څخه بهر وي, اضافي فیس ته اړتیا لري او د وکیل شتون پورې اړه لري.
-
شرکت د مشورې خدماتو لپاره اخیستې شوي پیسې بیرته نه ورکوي.
-
د مشورې فیس د کډوالۍ د هر ډول ګټو لپاره د بشپړې استازولۍ لګښت نه ندی
-
د اګست شرکت، سره یو تړون (فیس او تړون) باید لاسلیک شي او فیس ورکړل شي مخکې لدې چې د وکیل - پیرودونکي اړیکې رامینځته شي
-
د اګست دارالوکاله، نشي کولی د مرستې یا ستاسو د قضیې د پایلو لپاره کوم تضمین وکړي.
د مهاجرت په اړه خبرونه اومعلومات
د اګسټ حقوقی شرکت بلاګ
په دې ویب پاڼه کې معلومات یواځې د عمومي معلوماتو د موخو لپاره دي. په دې یا اړونده پاڼو کې هیڅ شی باید د کومي انفرادي قضیې یا وضعیت لپاره د قانوني مشورې په توګه ونه نیول شي په دې ویب پاڼه کې د شته معلوماتو ترلاسه کول یا لیدل د وکیل او پیرودونکي تر مینځ کومه اړیکه نه رامینځ ته کوي
د پیسو ورکړه
پیرودونکي کولی شي په اسانۍ سره د لاندې لا پې (اپلیکشن) پورټل له لارې تادیات وکړی. لا پې (اپلیکشن)د کریډیټ کارت په واسطه د تادایاتو ورکړې یو خوندي لاره ده چې په ځانګړي ډول د قانوني شرکتونو او هغه څوک چي حقوقی خدمات وړاندې کوي د هغوی اړتیاو لپاره ډیزاین شوی. تاسو کولی شئ په بریښنایی ډول د بریښنایی چک (غوره طریقه) یا کریډیټ کارت سره د خپل کور ، دفتر یا حتی د تلیفون په کارولو سره په ډیره آرامۍ خپله تادیه وکړئ